ورزش

دهرات دالمپيک دواليبال ټيم خپل سيال ته ماتې ورکړه.

کابل – باختر دمرغومې پنځمه :
په هرات ولايت کې دواليبال سياليو پرون په يوې لوبې سره دوام وکړ.
دهرات ولايت ورزشي آمر عبدالقيوم جامي باختر آژانس ته وويل : په دې لوبه کې دالمپيک دواليبال ټيم دصفر په مقابل کې په دريو سره دهرات دعامې روغتيا ټيم ته ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ د دولتي ادارو دشپږو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوي دي .
دغه راز دهرات دفوټبال دغوره ليګ سياليو د انصاري او آريانا ټيمونو ترمنځ په لوبې سره دوام وموند چې په نتيجه کې يې لوبه  له ګول پرته برابره پاى ته ورسيده.
دغه سيالۍ داتو غوره ټيمونو ترمنځ په دغه ولايت پيل شوي دي  چې ټاکل شوې ده په دوام يې نن دابومسلم او کهستان ټيمونه لوبه وکړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته