امنیت

په فاریاب کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دليندۍ دمياشتې٢٧نيټه :
د وسله والو ‌طالبانو د ډلې یو قاضي له شپږو تنو غړو سره یې تېره شپه په فاریاب ولایت کې د ناتو د ځواکونو د هوایي برید له امله ووژل شو .
د۲۰۹ شاهین قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د دولت آباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو قاضي عبد الرسول فیروزه یي او شپږ تنه افراد   یې د دغې ولسوالۍ په فیروزه یي کلي کې د هوایي برید له امله ووژل شول او درې تنه نور طالبان سخت ټپیان شول .
ویل کیږی په دغه هوایي برید کی د دښمن جنګي وسایل او موټرونه هم ویجاړ شوي دي.
پای/ شکریه

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته