سیاست

د ملګرو ملتو د سازمان عالي کميشنر کابل ته سفر کوي

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٣٠
د مهاجرينو په چاروکې د ملګرو ملتو د سازمان عالي کميشنر افغانستان ته سفر کوي.
دغه ټکى په کابل کې د مهاجرينو په چاروکې د ملګرو ملتو د سازمان د عالي کميشنرۍ د دفتر رييسې مايار د مهاجرينو  د راستنولو د چارو له وزير سيد حسين عالمي بلخي سره په کتنه کې څرګند کړ.
د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت د خپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ چې د ملګر ملتو د سازمان د عالي  کميشنر د دغه سفر موخه د اجراييه رييس، د ملي امنيت د شورا له سلاکار او د مهاجرينو د راستنولو د چارو له وزير سره په جلا جلا توګه ليده کاته او خبرې اترې دي .
په دغو کتنوکې به د بروکسل د کنفرانس د جوړولو، له هېواد څخه د ځوانانو د تيښتې د عواملو، د بې ځايه شويو کسانو د حالت او د بې ځايه شويوکسانو د زياتوالي د دلايلو په باب خبرې وشي او دغه راز د ملګرو ملتو د سازمان دغه عالي مقام به د يو شمېر کورنيو بې ځايه شويوکسانو حالت هم وګوري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته