امنیت

اووه اويا تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ  څلور ويشتمه :
دهېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په هغو څوجلا جلا عملياتو کې چې دهېواد په څوارلسو ولايتونوکې ترسره شول اووه اوياتنه ډار اچوونکي وځپل .
  ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو دغه عمليات دننګرهار ، کونړ ، نورستان ، کاپيسا ، پکتيکا ، لوګر ، خوست ،  قندهار ،  زابل ، روزګان ، کندز ، فارياب ، تخار او دهلمند  دولايتونوپه مربوطاتو کې ترسره کړل  چې له امله يې دننګرهار ولايت دپجير او اګام ،   چپرهار  او دبټي کوټ په ولسواليو کې دپنځلسو تنو داعشيانو په ګډون دوه ويشت تنه ډار اچوونکي ووژل شول او  پنځه تنه داعشيان ټپيان شول او يو موټر ويجاړ شو ، دروزګان ولايت دچورې په ولسوالۍ او ددغه ولايت په مرکز ترينګوټ کې شل تنه تروريست طالبان ووژل شول پنځلس تنه ټپيان او دوه تنه نور  ونيول شول  او ددښمن دوه موټرونه ، يو پټنځي او يوه اندازه  وسله او مهمات له منځه وړل شوي دي، دهلمند ولايت دناد علي او ناوې په ولسواليو کې ديارلس تنه  ډار اچوونکي ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول او ددښمن يو موټر او يوه اندازه وسله او مهمات  له منځه وړې شوي دي او دفارياب  ولايت دقيصار ولسوالۍ په مربوطاتو کې  يوولس تنه ډار اچوونکي وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي .
دغه راز په هغو عملياتو کې چې دزابل ولايت په ميزان ولسوالۍ او ددغه ولايت په مرکزقلات کې ترسره شول  څلور تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .
دکندز ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې څلور تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي دنورستان ولايت په وايګل ولسوالۍ کې درې تنه داعشيان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي او دکونړ ولايت په وټه پورې  ولسوالۍ کې  پنځه تنه داعشيان وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته