امنیت

دهېواد په بېلابېلو سيمو کې داته شپيتو تنو ډار اچوونکووژل کيدل .

کابل باختر د مرغومي دويمه :
دهېواددفاعي ځواکونو په تيرو  ٢٤ ساعتو کې دهېواد په بېلابېلو  سيمو کې اته پلان شوي ګډ يرغليز او چاڼيز عمليات  او درې نوي  خاصې کوماندويي دندې  ترسره کړي او اته هوايي  ګوزارونه يې   وکړل  .
دهوايي پوځ الوتکو دملي اردو دځواکونو په ملاتړ يوسلو شپږ الوتنې  ترسره کړې چې په پايله کې يې دشپږوتنو بهرنيو تروريستانو په ګډون اته شپيته تنه ډار اچوونکي ووژل شول دولس تنه  ټپيان او دولس تنه نور نيول شوي دي .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ چې دغه عمليات دهوايي پوځ په ملاتړ دننګرهار ، غزني ، پکتيا ، پکتيکا ، دايکنډي ، فراه ، فارياب او دهلمند په ولايتونوکې ترسره شول .
  ختم_ ف _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته