فرهنګ

پنځه سوه تنو ځوانانو ته دزده کړې زمينه برابره شوه

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٨ :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات نن دزاول دلوړو زده کړو  دموسسې اودبريا دروغتيايي علومو دانستيتوت له مسوولينو سره دهمکارۍ تفاهم ليک لاسليک کړل.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې : ددغو تفاهم ليکونو  دلاسليکولو په مراسمو کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين وويل  چې ددغو تفاهم ليکونو له مخې دزاول دلوړو زده کړو موسسه  دمعالجوي طب ، دغاښونو دروغتيا، عالي قابلګۍ ، حقوقو اوسياسي علومو ، اقتصاد او انجينرۍ په څانګو کې په سلو کې دشلو په تخفيف سره دوه سوه تنه ځوانان مني چې له  دې  جملې څخه  څلور تنه بيوزلي اومستحق ځوانان  په وړيا ډول منل کيږي.
ډاکترسادات زياته کړه  دغه راز دبريا دروغتيايي علومو انستيتوت دعالي قابلګۍ ، عالي نرسنګ ، طبي  تکنالوجۍ  اودغاښونو دپروتيز په څانګو کې  درې سوه تنه ځوانان په سلو کې په شپيته تخفيف سره مني اوله دې جملې څخه ديرش تنه مستحق ځوانان په وړيا ډول جذبوي.
دځوانانو دچارو معين څرګنده کړه  هغه ځوانان چې دلوړو زده کړو علاقمندي  ولري کولاى شي له دغه فرصت څخه ګټه واخلي  په مرکز کې دځوانانو چارو دمعينيت اوپه ولايتونو کې  دځوانانو  دآمريتونو له لارې دلوړو زده کړو  هغو موسسو  او تحصيلي بنسټونو ته چې دغه معينيت له هغو سره تفاهم ليک  لاسليک  کړى دى  ، معرفي شي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين  ټينګار وکړ په هغه صورت کې چې په مرکز اوولايتونو کې  دلوړو زده کړو موسسو ته دځوانانو په معرفي کولو کې داړوندو کارکوونکو له خوا سرغړونه وشي له هغوى سره به قانوني چلند وشي .
دغه تفاهم ليک دځوانانو دچارو معين  دزاول دلوړو زده کړو موسسې  له مرستيال سيد احمد حيران اودبريا دروغتيايي علومو دانستيتوت له رئيس ګل رحمان وردګ سره لاسليک کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته