ټولنه

د آس ځغلونې روزنيز سيمينار جوړ شو

ـکابل باختر د مرغومي نهمه د «آس ځغلونې روزنيز سيمينار» نن د آس ځغلونې فدراسيون له خوا د دغه ورزش ورزشکارانو ته په کابل کې جوړ شو . د آس ځغلونې د فدراسيون سر حکم عتيق الله احمدزي باختر آژانس ته وويل چې دغه روزنيز سيمينار له هغو نويو لارو چارو سره د بلدتيا په خاطر چې د ورزش په دې څانګه کې رامنځته شوې دي، د ورزشکارانو او ښوونکو د پوهې د کچې د لوړولو لپاره جوړ شو . ده وويل: په دغه سيمينارکې د هېواد د مرکز او د لوګر، غزني، لغمان، پروان، نورستان، ميدان وردګو او د ننګرهار د ولايتونو ديرشو تنو ورزشکارانو اوښوونکو ګډون کړی و. ديادونې وړ ده چې د آس ځغلونې فدراسيون له دغه سيمينار وروسته ټاکل شوې ده سبا د هېوادداتو ولايتونو د ورزشکارانو ترمنځ د آس ځغلونې انتخاباتي سيالۍ د کابل ښار په حضوري چمن کې ترسره کړي . ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته