ټولنه

دمبارکې پیغام

١١-کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٦

د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د اجرائیه ریاست د لومړي معاونیت د بارکۍ پیغام
د روژې دمبارکې میاشتې د رارسیدو له امله د نړۍ مسلمانانو په ځانګړې توګه د افغانستان مسلمان ملت ته مبارکي وایم، خدای تعالی دې وکړي چې د دې میاشتې د غوښتنو (اطاعت او عبادت) په عملي کولو سره دنیوي او اخروي اهدافو په ترلاسه کولو کې بریا تر لاسه کړو.
هیله لرم د دغې میاشتې د رارسیدو په برکت او احترام، په ګران هېواد کې تلپاتې سوله او امنیت تامین شي، چې د ګرانو هېوادوالو د وینو د بهولو لړۍ مو پای ته ورسیږي.
له ټولو هېوادوالو څخه هیله لرم چې د دې مبارکې میاشتې استقبال، د ورورولۍ، یووالي او خواخوږۍ په کلک هوډ سره وکړي.
د روژې دمبارکې میاشتې په احترام له ټولو دولتي اداراتو څخه غواړم چې له خپلو مراجعینو سره د شفقت او خواخوږۍ څخه کار واخلي او د ایثار او همدردۍ فضا رامنځته کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته