روغتیا

د هېواد په ختيځ کې د کرونا ناروغۍ د مخنيوي په موخه يو شمېر هټۍ او ميله ځايونه تړل کېږي

 جلال آباد د وري ٥ مه باختر
د ننګرهار والي په مشرۍ د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه جوړې شوې کمېټې پریکړه وکړه، چې تر دې وروسته به په دغه ولايت کې ټول هغه ځایونه او سیمې د خلکو پر مخ وتړي چې ګڼه ګوڼه پکې رامنځ ته کېږي.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې د شوې پریکړې له مخې به د قيلون خانو،زرګرانو،لاسي پلورونکو او ټولو تفريحي ځايونو چې په کې د ځوانانو پارک، کامې شيريخ، شيرزي لوبغالی، سراج العمارت بڼ، اميرشهيد بڼ، ناکامورا پارک، غازي امان الله خان پارک، سولې پارک، فارم هډې پارک، ميرمنو بڼ … او نور شامل دي، وتړل شي.
د خوږیاڼي په خبره د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل له امنیتي ځواکونو غوښتي، چې د پریکړې په عملي کولو کې چټک ګامونه واخلي.
په ننګرهار کې د پارکونو او مېلو ځایونو په ګډون د ځینو هټيو د تړلو پرېکړه وروسته له هغې کېږي، چې روغتیا وزارت د ناروغۍ د زیاتیدو اندیښنه وښوده.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر کرونا وېروس د اخته کسانو شمېر ٤٢ ته رسېدلى دى.
پاىوصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته