خبرونهټولنهښوونه او روزنه

په زابل کې د انجونو څلورو ښوونځیو تر منځ علمي او ذهني سیالۍ تر سره شوې

کابل، د چنګاښ لومړۍ، باختر

یادې  سیالې د پوهنې رياست په نوښت او د يونيسف موسسې په همکاري د پوهنې رياست په تالار کې  تر سره شوې.

د یادو سياليو پر مهال د زابل د پوهنې رئيس مولوي محمد عثمان حريت په خپلو خبرو کې د سياليو تر سره کولو په هکله خوښي وښوده او دا اقدام يې د استعدادونو د ښکاره کولو يو فرصت وباله.

حريت يادو زده کوونکو ته وويل، چې نن هغه ورځ ده، چې تاسو بايد خپل استعدادونه ښکاره او لمړی مقام تر لاسه کړئ.

د یادو سیالیو برخه وال د بي بي خالا لیسې، نسوان رسالې، چهل دختران او نسوان ملالۍ ښونځيو زده کوونکې وې.

د باختر آژانس د خبر له مخي، د یادو سیالیو لومړی مقام د نسوان رسالې ښوونځي زده کوونکو تر لاسه کړ، چهل دختران دوهم، بي بي خالا دريم ،او نسوان ملالۍ څلورم مقام خپل کړ، چې لمړی مقام زده کوونکو ته د نورو جايزو تر څنګ نغدې پیسې هم ورکړل شوې.

د يادونې وړ ده، چې د سياليو په پای کې د ټولو ښوونځيو زده کوونکو ته يوه جوړه کالي، کتابچې، کتابونه او قلمونه د جايزو په توګه ورکړل شول.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته