کابل/ د غويي ۲۳مه/ جلال آباد
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب ننګرهار ته په خپل سفر کې له قومي مشرانو، دیني عالمانو، د مدني ټولنې له استازیو او ځوانانو سره وکتل.
د خلکو د بېلابېلو قشرونو استازیو په خپلو خبرو کې د نظام او د افغانستان د عزت او وقار پر ساتنې د تاکید تر څنګ د امنیتي او دفاعي سرتېریو پر ملاتړ هم ټینګار وکړ او د هغوی لاستهراوړنې یې یادې کړې.
ډاکټر محب وویل چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سره خلک د خپلو امنیتي او دفاعي سرتېریو پر وړتیا او پیاوړتیا باور لري. هغه زیاته کړه: نن چې ننګرهار د ټولو ولایتونو په کچه امن دی، وجه یې له امنیتي سرتېریو سره د خلکو ملاتړ دی، پر دې اساس له عالمانو، فرهنګیانو او مخورو غواړم چې د هېواد د ساتنې په موخه د خلکو په بیدارۍ کې ونډه واخلي.
د ملي امنیت سلاکار طالبانو ته په خپل پیغام کې وویل چې له فرصتطلبۍ لاس واخلي او ځانونه د خپلو مشرانو په فریب د هغوی د شومو سیاستونو قرباني نه کړي.
په پای کې د خلکو په استازیتوب قومي مخورو ډاکټر محب ته د اعزاز پګړۍ ور پر سر کړه.