کابل باختر دوري نولسمه:
دهلمند په ولايت کې دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې دطالبانو يو قوماندان ووژل شو او شپږ تنه نور طالبان ټپيان شول .
دهلمند ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد چوپان دباختراژنس خبريال ته وويل دغه جګړه پرون هغه وخت ونښته چې امنيتي ځواکونه ددغه ولايت له کجکي ولسوالۍ څخه لښکرګاه ته دراي ورکولوپاڼو دصندوقونو په ليږدولو بوخت وو
دچوپان دڅرګندونو له مخې په دې نښته کې امنيتي ځواکونو او دراي ورکولو دپاڼو صندوقونو ته تاوان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ