کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٣٠ :
دغزني ولايت په يوه واټ کې د ماين د چاودنې له امله اته تنه ملکي وګړي شهيدان شول.
دغزني ولايت مرستيال محمدعلي احمدي د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه نن له غرمې مخکې دغزني ولايت دجاغوريو_ګيلان ولسواليو دسړک په تګلوري کې د قلعه خشک په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې دملکي وګړو دسپرلۍ يو موتر له کابل څخه دغزني ولايت د جاغوريو ولسوالۍ په لور روان و چې په ښخ کړاى شوي ماين وخوت چې له امله يې ددغه موټر اته تنه سپرلۍ شهيدانې شوې.
خبرځاى وويل: د دغې پيښې قربانيان څلور ښځې ، درې نارينه او يو ماشوم دي.
د يادونې وړ ده چې د جاغوريو ولسوالۍ يوه ناامنه ولسوالي ده چې وسله وال طالبان په هغې پراخ شتون لري او دغه ولسوالي د کابل _ قندهار له لوې لارې سره نښلوي.
0 1 دقیقه لوستل