امنیت

روزګانیانو د اعتراض په شکل د امنیت غوښتنه وکړه.

قلات باختر د غويي  د میاشتې ۲۹ مه
د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ او ولسواليو یو شمېر اوسیدونکو چې شمېریې
لسګونو تنو ته رسېده، د جمعې په ورځ د امنیت غوښتنې په موخه اعتراض وکړ او د
ښار واټونو ته راووتل.
دوی وايي چې؛ مرکز ترینکوټ او یو شمېر ولسوالۍ په دې ورستیو کې یوځل بیا
وسله والوطالبانومحاصره کړي خو دولت ورته لاس ته ترزنې ناست دی.
دغو اعتراض کوونکو له مرکزي ادارې څخه غوښتنه وکړه چې د روزګان
د  امنیت چارې دې د روزګان یو کس ته وسپاري ځکه د دوی په خبره د نورو
ولایتونو خلک د روزګان له جغرافیې سره بلد نه دي.
د اعتراض کوونکو غوښتنې دا وې چې؛  مرکزي اداره دې د دغه ولایت امنیتي وضیعت ته جدي پاملرنه وکړي که نو د کندز او فراه په څېر به دغه ولایت هم له بد حالت سره مخامخ شی.
بله غوښتنه يې دا وه چې مرکزي اداره دې د دغه ولایت د امنیت چارې خپله د
روزګان یو کس ته په لاس کې ورکړي
د روزګان خلک دغه اعتراض پرداسې مهال کوي چې وسله والوطالبانوله تېرو څو ورځو راهېسې د دغه ولایت خاص روزګان او د چورې ولسوالۍ محاصره کړي
دي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته