امنیت

شپږ طالبان په لوګر کې ووژل شول

کابل/ د کب ۱۸ مه/ باختر
د ۲۰۳ تندر قول اردو مسوولین وايي چې د لوګر د مرکز پل علم اړوند په الوزیو سیمه کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
له تندر قول ارو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره شپه افغان کومانډو ځواکونو د لوګر د مرکز اړوند په الوزیو سیمه کې عملیات ترسره کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په عملیاتو کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي وسلې او مهمات یې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته