امنیت

په کونړ کې د اتو ډار اچوونکو وژل کيدل

_ کابل/باختر/ د چنګاښ ۲۳ مه
اته وسله وال ډاراچوونکي کونړ کې په  هوايي بريد کې ووژل  شول.
په دغو وسله والو ډاراچوونکو تېره شپه په ماڼوګي ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشو  چې په خپل پټنځي کې د ماينونو او بمونو په جوړولو بوخت وو.
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان د باخترآژانس خبريال ته وويل، په ترسره شوي هوايي بريد کې د دوو پاکستانيو  جګړه مارانو په  ګډون اته  ډاراچوونکي  وژل شوي دي.
سرچينه زياتوي چې په بريد کې د وسله والوطالبانو پټنځى له ټولو جنګي وسايلوسره يې له منځه وړل شوى دى.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته