نړۍ

د ((احرار الهند)) ډلې دپاکستان په پايتخت کې دبريد مسووليت په غاړه واخست.

اسلام آباد -وي او اى – باختر دکب دمياشتې ١٣
د (( احرارالهند)) تروريستي سازمان د پاکستان په پايتخت اسلام آباد کې په  يوه قضايې مرکز د بريد مسووليت په غاړه اخستى دى.
دباختر آژانس دخبرله مخې : 
ناپيژندل شويو يرغلګرو  پرون په اسلام آباد ښارکې په يوه قضايي مرکز په  يرغل سره د وکيلانو په دفترونو او په  قضايي مسولينو   ډزې وکړې او  لاسي بمونه  يې پرې وغورځول  چې له امله يې ديوه جګپوړې قاضي او دڅو تنو مدافعو وکيلانو په ګډون   يوولس تنه   ووژل شول او د پوليسو دڅو تنو افسرانو او  ښځو په ګډون  څه دپاسه پنځه ديرش تنه  ټپيان  شول.
د(( احرارالهند )) د ډلې د يوه غړى منصور اسد دڅرګندونو له مخې : دغې ډلې په دغې محکمې په  دې دليل چې په  هغې کې قانون  په غيراسلامي ډول تطبيق شوي دي ، بريد کړى دى  او زياته يې کړه چې دغه ډله  به تر هغه وخته پورې دپاکستاني مقاماتو  پرخلاف مبارزه   وکړي چې په دغه هېواد کې شريعت  تطبيق شي .
دهمدې خبرله مخې  : د ((احرارالهند) ) غورځنګ د روان کال د فبروري تر مياشتې پورې د پاکستاني طالبانود تحريک يوه برخه  وه خو وروسته يې دپاکستان طالبانو له تحريک څخه خپل بيلتون اعلام کړ.
مخکې له دې دپاکستاني طالبانو تحريک  په اسلام آباد کې د قضايي مرکز   په ودانۍ  په بريد کې خپله  بېګناهي اعلام  کړې   وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته