کابل باختر د وږي څوارلسمه :
دوسله والو طالبانو دډلې يو قوماندان له ديارلسو تنو افرادو سره يې نن دکندز ښار په مربوطاتو کې ووژل شو .
دکوماندو دځواکونو وياند احمدجاويد سليم باختراژانس ته وويل چې دوسله وال طالبانو دډلې دنقاب پوشانو دقطعې قوماندان مولوي عبدالغفور دکندز ښار په مربوطاتو کې دکوماندويانو په بريد کې ووژل شو .
سليم زياته کړه چې په دې بريد کې ددغه قوماندان ديارلس تنه افراد هم وژل شوي دي .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ