کابل باختر دلړم ديارلسمه :
يو انسان تښتوونکی د هرات د امنيې قوماندانۍ د پوليسو په عملياتوکې ووژل شو .
د هرات امنيه قوماندان جنرال امين الله امرخيل باختر آژانس ته وويل چې دغه انسان تښتوونکی په کهسان ولسوالۍ د پوليسو په عملياتوکې ووژل شو .
ده وويل: په دغو عملياتوکې يو بل انسان تښتوونکى ونيول شو .
دغو کسانو له سپرليو سره يې د يو فلانکوچ موټر له تشولو وروسته له پوليسو سره نښته وکړه چې په نتيجه کې يې يو انسان تښتوونکی ووژل شو او يو تن بل يې ونيول شو .
په دغو عملياتوکې دوه کلاشينکوفونه، دوه شارژورونه او دوه موبايل ټيلفونونه هم دپوليسو لاس ته ورغلي دي .
ختم_ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ