ښوونه او روزنه

ددولسمو ټولګيو ٧٥٠ تنو فارغانو دکارنکور ازموينه ورکړه .

کابل باختر د ثور شلمه :
ددولسمو ټولګيو نږدې ٧٥٠  تنو فارغانو پرون د دنيا اوپيشګام پوهنتونو ته دلارې موندلو ازموينه ورکړه .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې په هغې غونډه کې چې له همدې امله دلوړو زده کړو وزارت داستازو او ديو شمير کورنيو او بهرنيو استادانو په ګډون جوړه شوې وه ددنيا پوهنتون رييس احمد شاه سنګدل وويل دهيواد له مرکز او ولايتونو څخه دليسو ددولسمو ټولګيو  نږدې ٧٥٠ تنو فارغانو ددنيا او پيشګام پوهنتونونو ته د لارې موندلو لپاره دکانکور ازموينه ورکړه او زياتره برخه وال به په دغو پوهنتونونوکې جذب شي .
ده زياته کړه هغو سلو تنو ځوانانو ته چې بي وزلي و او دزده کړې ددوام توان يې نه درلود ددغه پوهنتون دهيئت له خوا له څيړنې وروسته ددنيا پوهنتون له پرمختيايي بودجې څخه دڅلور سوه پنځوسو زرو امريکايي ډالرو په لګښت ددنيا او پيشګام په پوهنتونونوکې  دوى ته  د زده کړې زمينه برابره شوې  ده .
ده زياته کړه چې څه دپاسه شپږ سوه   تنه محصلان همدا اوس دلوړو زده کړو وزارت او دنړيوالو تحصيلي سندونو په فورمو سره په زده کړې بوخت دي او تيرکال شپږ سوه پنځوس تنه محصلان له بيلابيلو  څانګو څخه فارغ شوي دي .
دلوړو زده کړو وزارت استازي عبدالشکور  نورزي په خبرو کې وويل هغو خصوصي تحصيلي پوهنتونونو او موسسو چې دلوړو زده کړووزارت له لارې دفعاليت جواز ترلاسه کړي دي ددغو مرکزونو او ددولتي تحصيلي مرکزونو دتحصيلي سندونو ترمنځ کوم توپير نشته او ځوانان کولاى شي په ډاډ سره خپلو زده کړو ته دوام ورکړي
ددنيا او پيشګام پوهنتونونه په  ١٣٨٧ کال کې د لوړو زده کړو وزارت له لارې دجواز په ترلاسه کولو سره په فعاليت پيل کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته