کابل، د مرغومې ۱۰مه، باختر
د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده کندز ولایت د سفر پر مهال د یاد ولایت په شپږو ولسوالیو کې د ۶ چک ډېمونو د جوړولو چارو د پیل پرانیسته وکړه.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د کليو، بيارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده د باختر آژانس خبریال ته وويل چې دغه وزارت په پام کې لري چې د کندز په ټولو ولسواليو کې یو – یو چیکډم جوړ کړي چې نن د دغه ولايت په ۶ ولسوالیو کې د ۶ چک ډېمونو عملي چارې پيل شوې چې پرې ۳۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
نوموړي د دغو چک ډېمونو د جوړېدو موخه د سېلابونو مهارول او د ځمکو لاندې اوبو پیاوړي کول یاد کړل.
په دې مراسمو کې دغه راز د ولایت مقام د دفتر رييس مولوي عبدالغفور شهیدزوی وویل چې پرون مو مبارزه د جهاد او ازادۍ لپاره وه خو د نن ورځې مبارزه مو یواځې د هېواد آبادۍ، ښېرازۍ او بیارغونې لپاره ده، چې دغه چاره هم په عملي ډول پیل شوې ده.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د دغو چک ډېمونو له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او د هېواد د آبادۍ په برخه کې یې د اسلامي امارت هڅې وستایلې.