امنیت

پنځه څلويښت تنه داعشيان په ننګرهارکې ووژل شول

 جلال آباد/باختر دزمري دمياشتې ٢٦ :
په ننګرهار ولايت کې پرون   ٤٥ تنه داعشيان ووژل شول.
دننګرهارولايت دامنيې قوماندانې وياند حضرت حسين مشرقيوال باختر آژانس ته وويل:  په دغو داعشيانو دننګرهارولايت داچين  ولسوالۍ په مکرانه سيمه کې  دبهرنيو ځواکونو له خوا هوايي بريد وشو او ووژل شول.
په دې هوايي بريدکې د دښمن يو اندازه وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته