اقتصاد

دمالیې وزارت د مالیاتي اوونۍ په کمپاین کې شل زره اصنافو او هټيوالو ته د مالیو د ورکړې په تړاو پوهاوی ورکړی

کابل باختر د کب شلمه :
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست نن د مالیاتي اوونۍ پای غونډه په انټرکانټینینټال هوټل کې جوړه کړه.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې د عوایدو عمومي رئیسه اغلی امنې احمدي، د مالیې وزارت  یوشمېر رئیسانو، د خصوصي سکټور استازو او یو شمېر مالیه ورکوونکو ګډون کړی وو.
د عوایدو عمومي رئیسې اغلی امنې احمدي د غونډې په پرانیسته وینا کې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: "موږ د خصوصي سکټور په مرسته په مالیاتي اوونۍ کې وکولی شول د مالیاتي کمپاین په موخه بیلابیل پروګرامونه جوړ کړو، چې له دې لارې مو شل زره اصنافو او هټيوالو ته د مالیاتو د ورکړې په اړه پوهاوی ورکړی."
نوموړې زیاته کړه:" موږ له خصوصي سکټور سره په ګډه په دې هڅه کې یو چې دا ډول پروګرامونو ته لا وده ورکړو او په هیواد کې د مالیې ورکړې کلتور لا پیاوړی کړو."
د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي، د صنایعود خونې رئیس ښاغلي شیرباز کمین زاده، ودې ته د متحدو پانګه والو ټولنې رئیس ښاغلي عبدالله فوشنجي، د سوداګرۍ او صنایعود خونې مرستیال محمد یونس مومند، د خصوصي ښوونځیو د ټولنې رئیس ښاغلي غلام حیدر جعفري، د افغانستان د بانکونو ټولنې رئیس نجیب الله امیري په خپلو ویناوو کې د مالیاتو اوونۍ فعالیتونه او لاسته راوړنې د پام وړ وبللې او هر کلی یې ترې وکړ. نوموړو د دې پروګرام د موثریت او مثمریت د بیانولو تر څنګ خپل نظرونه او وړاندیزونه د لازمې رسیدنې لپاره هم وړاندې کړل.
دمالیې وزارت په مالیاتي اوونۍ کې د هیواد په کچه ۱۶۰ بیلابیل د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړل  همداشان د مالیاتي کلتور د ودې په موخه یې ۸۱۰۰۰ قلمه تبلیغاتي جنسونه وویشل او په ټول هیواد کې ۱۰۰۰ بنرونه نصب او ۲۵ ورزشي سیالۍ په لاره واچولې همداشان د دې اوونۍ په اوږدو کې په روزنيزو سیمینارونو کې ۱۵ زره د د خصوصي سکټور، ټولنو او ملي سوداګرو استازو ګډون کړې.
د یادونې وړده، چې د پروګرام په پای کې د مالیاتي اوونۍ کمپاین پروګرام پرمخ وړونکو ته تندیسونه هم ورکړل شول.پاى- فضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته