سیاست

احمدضيا مسعود دکاپيسا ولايت دمدني ټولنې له فعالانو اوځوانانوسره وکتل

کابل باختر/  دزمري دمياشتې ١٣ :
داصلاحاتو اودښې  حکومتوالۍ په چارو کې د جمهوررئيس فوق العاده استازي  احمدضيا مسعود نن له غرمې  مخکې دکاپيسا ولايت له يوشمير ځوانانو او دمدني ټولنې له  فعالانوسره وکتل .
داحمدضيا مسعود مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ.  په دې کتنه کې دجمهوررييس فوق العاده استازي دهېواد دسياسي او امنيتي حالاتو او دځوانانو دلارې پرسر دپرتو ستونزو  او خنډونو په باب خبرې وکړې اوڅرګنده يې کړه   له امنيتي ګواښونو سره دمقابلې لپاره دې ته اړتيا ده چې خلک يو موټي شي   او دملي وحدت له حکومت سره  په همکارۍ او همغږۍ کې    خپلو کليو او ولايتونو ته دناامنۍ دلمن  دپراختيا مخه ونيسي .
ده څرګنده کړه چې  له امنيتي چلنجونو سره دمبارزې   اودپراخې سياسي فضا دبرابرولو لپاره بايد په ډله ييزه توګه  نه  په انفرادي ډول  دزمانې له غوښتنې سره سم اقدامات ترلاس لاندې ونيول شي .
وروسته  يوشمير ځوانانو دکاپيسا ولايت دمدني ټولنې دفعالانو  او ځوانانو په استازيتوب خبرې وکړې او څرګنده يې کړه  چې موږ دپخوا په شان دتاسو  او دملي وحدت دحکومت   دپروګرامونو ملاتړ کوو.
دوى  د جمهور رييس  فوق العاده استازي ته بلنه ورکړه  چې  په يو مناسب فرصت کې دې   له ځوانانو ، سياسي فعالانو  او دمدني ټولنې  له کارکوونکو سره په دغه ولايت کې وګوري .
په پاى کې دجمهور رئيس فوق العاده استازي د کاپيسا دځوانانو   دبلنې دهرکلي په ترڅ کې له  دوى سره  ژمنه وکړه چې د جمهوررييس دفوق العاده استازي دفتر  دځوان نسل   او دزده کړې  خاوند نسل چې  کولاى شي   دافغانستان خلکو ته   د ژوندانه ښه شرايط برابر کړي په  خدمت کې دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته