ټولنه

په بغلان کې د ځوانانو د ظرفيت جوړولو د پروګرام پاى

کابل – باختر د کب دمياشتې ١١
د ځوانانو د ظرفيت جوړولو پروګرام چې څلورمياشتې مخکې د (مسوول ښاري په لور د ځوانانو د پروژې د پروګرام) تر عنوان لاندې د پرمختيا او بدلون لپاره د افغانانو د (انديشه) موسسې له خوا په بغلان ولايت جوړ شوى و؛ پرون پاى ته ورسيد. دغه پروګرام د آغاخان د پرمختيايي ټولنې په مالي مرسته په پلخمري ښارکې جوړ شوى و.
د بغلان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييسې شکريې اصيل د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغې پروژې د ترسره کولو هدف د ځوانانو د چلنجونو او د ځوانانو د ستونزو د څيړنې د لارو چارو د پيژندلو په مقصد د ځوانانو د ظرفيت جوړولو بيا وړتيا وبلله او زياته يې کړه: دغه پروژه د شپږو مياشتو لپاره د پرمختيا او بدلون لپاره افغانانو د انديشه د موسسې له خوا پيل شوى و چې په پاى کې د پروژې برخه والو ته د تصديق ليکونو په ويشلو سربېره چې شمېريې يوويشتو تنو ته رسيږي؛ د دغې پروژې سندونه په رسمي ډول شکريې اصيل ته وسپارل شول.
په دې پروژه کې ځوانانو د مرکز جوړولو، ظرفيت جوړولو او د عدالت غوښتنې په برخوکې لازمې زده کړې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته