امنیت

په هلمند کې د وسله والوطالبانو په سنګرونو د هوايي ځواکونو بريدونه

دلښکرګاه ښار باختر دغويي دمياشتې ١٤ نيټه :
په هلمند ولايت کې يوولس تنه وسله وال  طالبان  د هوايي ځواکونوپه بريدونو کې ووژل شول.
په دغو وسله والوطالبانو  تېره شپه د لښکرګاه ښار ته څېرمه  کله چې د يو لړ ډاراچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو، بريدونه پرې  وشول.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل: په دغو هوايي بريدونو کې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل په دغو هوايي بريدونو کې د وسله والو طالبانو څو مرکزنه هم دړې وړې شوي دي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې؛ پوځيان په هلمندولايت  کې د وسله والو طالبانو ديوې ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي .
په هلمند کې  يوامنيتي مقام وايي چې؛ له دغې ډيپو څخه  د وسله والو طالبانو يوشمېر سپک او درانده  جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې؛ افغان پوځيانو په هلمند ولايت کې د وسله وسله والو طالبانو  د يولړ چاودنو طرحه ناکامه کړې  ده .
امنيي مامورانو نن سهار د لښکرګاه ښار ته څېرمه  او د سنګين ولسوالۍ په مربوطاتو کې درې ماينونه کشف اوشنډکړل.
د رپوټونو له مخې  وسله  والوطالبانو دغه  ماينونه په ګڼ ميشتولارو کې           ځاى پرځاى کړي وو.
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته