امنیت

په چاڼيزو عملياتوکې ١٤٨ تنه تروريستان ووژل شول او ١١٠ تنه نورټپيان شول

کابل باختر دزمري دمياشتې  ٣١ :
په ننګرهار ولايت کې د اوسپنيز مثلت د پوځي عملياتو په بهيرکې ١٤٨ تنه تروريستان ووژل شول او١١٠ تنه نور يې ټپيان شول.
  دغه عمليات شل ورځې مخکې د ملي اردو، ملي پوليسو او د ملي امنيت  د سلګونو تنو پوځيانو په ګډون د (اوسپنيز مثلث) په نامه د حصارک، شيرزاد او د خوږياڼيو په ولسواليوکې پيل شول او هدف يې دتروريستي ډلو له شتون څخه  د دغو ولسواليو  پاکول  او د خلکو د امنيت تامينول بلل شوي دي.
د هېواد په ختيځ کې د سيلاب قول اردو قوماندان تورنجنرال محمدزمان وزيري په جلال آباد ښارکې له خبريالانو سره په غونډه کې وويل: تر اوسه پورې د اوسپنيز مثلت د پوځي عملياتوپه  بهيرکې  ١٤٨ تنه کورني او بهرني تروريستان وژل شوي او١١٠ تنه نوريې ټپيان شوي دي.
د داعش او د وسله والوطالبانو د ډلو څوتنه جګپوړي قوماندانان هم په وژل شويو کسانو اوټپيانوکې شامل دي .
ده وويل :  ٢٨ تنه يې له تروريستي ډلو سره د همکارۍ په تور نيولي دي.
جنرال وزيرى وايي چې پوځيانوپه دغو عملياتوکې په لسګونوکلي دتروريستي ډلو له شتون څخه پاک کړي او په لسګونو جنګي وسايل يې ترلاسه کړي دي.
د سيلاب قول اردو قوماندان او د ننګرهارولايت امنيه قوماندان  جنرال فضل احمد شيرزاد په دې خبري غونډه کې وويل:  د اوسپنيزمثلث پوځي عمليات به په بشپړه توګه د تروريستي ډلو له شتون څخه دحصارک، شيرزاد او د خوږياڼيو د ولسواليو ترپاکولو پورې دوام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته