ټولنه

په کابل کې اور لګيدنه

کابل باختر دلړم دمياشتې ١٣ نيټه  :
دهغې اور لګيدنې له امله  چې نن سهار دکابل ښار دلومړۍ امنيتي حوزې په مربوطاتو کې رامځته شوه ، دټوکرانو دپلورنې دپنځلسو دوکانونو خاوندان زيانمن شول.
دباخترژانس دخبرله مخې ؛  دغه پيښه  چې علت يې تراوسه پورې معلوم نه دى  نن سهار په اووه نيمو بجو رامنځته شوه.
دعيني شاهدانو دڅرګندونوله مخې ؛  ددغې پيښې له امله دسرزيان نه دى رامنځته شوى  خو دټوکرانو او جامو دپلورنې دپنځلسو دوکانونو خاوندان زيانمن شوي دي.
ددغې پيښې دزيانونو دقيق شمير او علت معلوم نه دى  خو دپوليسو دلومړۍ امنيتي حوزې دڅيړنې ټيم ويلي دي چې ډير ژربه ددغې پيښې دقيق علت معلوم کړي.
اور د اور وژنې  دځواکونوله خوا مړ کړاى شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته