کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٣ :
د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ د استخباراتو د مديريت کارکوونکو، يو تن د جعلي افغاني بانکنوټونو د چاپولو او د لرغونو آثارو د ساتنې او پلورنې په تور نيولى دى.
دغه سړى سيد وزيرشاه نوميږي او دهرات ښار دنهمې ناحيې اوسيدونکى دى چې د څارنوالۍ رياست د استازي په وړاندې د ده دکور د پلټنې په وخت کې د زياتو جعلي بانکنوټونو، دوو مجسمو، دووکمپيوټرونو، دوو پرنټرونو، چاپي پاڼو او له شمېرکاني ډبرو سره د استخباراتو مديريت د کارکوونکو له خوا ونيول شو او ترپوښتنې لاندې دى.
3 د یوې دقیقې څخه لږ