امنیت

درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر د ثور  څوارلسمه :
په خوست ولايت کې ديوې امنيتي  پوستې  سرتيرو تيره شپه  درې تنه وسله وال طالبان ووژل .
په جنوب  ختيځ زون کې د ٢٠٣ تندر قول اردو  قوماندان تورنجنرال  محمد شريف يفتلي  دباختراژانس خبريال ته وويل  دغه پيښه  هغعه وخت  رامنځته شوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دخوست ولايت دعلي شيرو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دپوليسو  دځواکونو په امنيتي پوستې بريد وکړ او دپوليسو دځواکونوپه متقابلو ډزو کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ديوبل خبر له مخې، په خوست ولايت کې تيره شپه دپوليسو دځواکونو په عملياتو کې دوه تنه مشکوک کسان ونيول شول .
د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل په دغو عملياتوکې چې تيره شپه دنادرشاه کوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول دوه تنه مشکوک کسان دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .
په دغو عملياتو کې ددښمن يو کلاشينکوف او سراچه موټر هم  دامنيتي ځواکونو لاس ته  ورغلى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته