روغتیا

په ننګرهارکې په کرونا ويروس دويم اخته کس قرنطين شو

-کابل / د وري ۱۶ مه / باختر
په ننګرهارکې په کرونا ويروس دويم اخته کس پرون په کورکې تر څارنې لاندې ونيول شو.
د ننګرهار ولايت يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې په کرونا ويروس دغه اخته کس تېره اوونۍ له امريکا څخه ننګرهار ته راستون شوى دى.
هغه وويل: دغه سړى اوس په يوه جلا سيمه کې د روغتيايي کارکوونکو له خوا تر جدي څارنې لاندې دى.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته