نړۍ

په کراچې ښار کې په نوى اړو دوړ کې لس تنه و وژل شول

کراچې ښار  باختر دلړم شلمه
په کراچې ښار کې نن سهار داړو دوړ په  بيلابيلو پيښو کې څه ناڅه لس تنه و وژل شول .
باختر اژانس  دپاکستان د ډان ورځپانې له خولې خبر راکړڅلور تنه دوسله والو کسانو له خوا په بابر مناوار سيمه کې په ډزو سره و وژل شول .
په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې دقيدي اباد په ساحه کې دتاوتريخوالې له امله دوه تنه و وژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول
دغه راز دکريم اباد په جلا جلا پيښو کې درې تنه نور هم دوسله والو کسانو د ډزو له امله او يوه نجلۍ دکراچې ښارپه شمال کې و وژل شوه .
په وروستيو مياشتو کې دپاکستان په کراچې ښار کې د ډلو او ياغيانو په فرقه يي او قصدي اړو دوړ زور اخستي دي او له امله يې هره ورځ په لسګونوتنه وژل کېږي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته