روغتیا

له افغانستان سره دنړۍ دروغتيايي سازمان مرستې زياتوالى مومي .

کابل باختر دمرغومي ١٦ دهېواد اجراييه رييس نن يکشنبې دمرغومې دمياشتې په شپاړلسمه نيټه دنړۍ دروغتيايي سازمان اودځينو اړوندو وزارتونو دجګپوړي هيئت په شتون په فوق العاده غوڼډه کې په ناامنو سيمو کې دپوليو واکسين دپروسې دتطبيق بهير وڅيړه . داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، ډاکتر عبدالله عبدالله په روغتيايي او تخنيکي برخو او په تيره بيا دپوليو واکسين دتطبيق په برخه کې دنړۍ دروغتيايي سازمان دبشر دوستانه مرستو اودهغه دمالي ملاتړ له امله قدرداني وکړه او په دې برخه کې يې دزياتې همکارى غوښتنه وکړه . دهېواد اجراييه رييس زياته کړه چې له هڅو سره سره لاتراوسه پورې هم په لرې پرتو سيمو کې دميندو او ماشومانو مړينه يوه جدي ننګونه ده او جدي کارته اړتيا لري . ډاکترعبدالله عبدالله زياته کړه چې غير ساري ناروغى دپراختياپه حال کې دي اوبايددهغودمخنيوي لپاره دعملي او سملاسي حل لاره وسنجوو . دهېواد دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز رپوټ ورکړ چې دپوليو ناروغۍ له منځه وړل ددغه وزارت لپاره يو مهم لومړيتوب دى دهڅو او هاند تر څنګ دپوليو پايلې زموږ دهيلو پرخلاف دي اود ٢٠١٨ کال په نسبت زياتوالى ښيي . دعامې روغتيا وزير څرګنده کړه چې دپوليو ناروغي دختيځو او جنوبي ولايتونواو په تيره بيا په قندهار ولايت کې زياته ده موږ دانساني سرچينو اوځواک د کمښت په دليل داته سوه زرو تنو ماشومانو دپوښښ ځواکمني نه لرو . فيروز الدين فيروز دنړۍ دروغتيايي سازمان دزياتو مرستو او دځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه . دعامې روغتيان وزارت خبرورکړ چې دغه وزارت دنړۍ له روغتيايي سازمان سره يوه روغتياي بسته لاسليک کړې ده او دهغې دتطبيق لپاره مالي سرچينو ته اړتيا لري . دهېواد اجراييه رييس دنړۍ له روغتيايي سازمان څخه وغوښتل چې دپوليو له ناروغى سره دمبارزې او دناامنو اوسرحدي سيمو دپوښښ لپاره په مالي او تخنيکي برخه کې له افغانستان سره زياته همکاري وکړي . دنړۍ دروغتيايي سازمان رييس ډاکتر تيت روس ادهانوم ژمنه وکړه چې دروغتيايي بستې دتطبيق او په نامنو سيمو کې دپوليو واکسين دپراختيا لپاره له افغانستان سره هراړخيزه همکاري کوي اوددغه سازمان مالي مرستې زياتوي دنړۍ دروغتيايي سازمان رييس وويل چې دغه سازمان دظرفيت جوړولو او دتخنيکي مسئلو په برخه کې هم له افغانستان سره زياته همکاري کوي . ده ډاډ ورکړچې په ناامنو اوسرحدي سيمو کې دپوليو واکسين دتطبيق او پراختيا لپاره دعامې روغتيا وزارت له پروګرامونوسره مالي او تخنيکي ملاتړ کوي دهېواد اجراييه رييس دکليو دبيا جوړولو او پراختيا اودکرنې اوبو لګولو او مالدارى وزارتونو ته لارښوونه وکړه چې دپوليو واکسين کمپاين ته په خپلو ملي پروګرامونوکې ځاى ورکړي دکليودبياجوړولو اوپراختيا وزارت رپوټ ورکړ چې په ټولو ورکشاپونو کې دپوليو واکسين اهميت خلکو ته بيانوي دکرنې اوبو لګولو او مالدارى وزير نصير احمد دراني وويل چې دپوليو موضوع يې په ټولو ملي پروګرامونوکې شامله کړې ده او دعامې روغتيا له وزارت سره همکاري لري . دپيښو په چارو کې ددولت وزير نجيب اقا فهيم وويل چې سيمه ئيز روغتونونه بې ځايه شويو کسانو ته دخدمتونو دوړاندې کولو ځواکمني نه لري اوبايد زياتې سرچينې او امکانات تخصيص کړى شي او دګرځنده ټيمونو شمير زياتوالى ومومي . دپيښو په چارو کې ددولت وزارت وغوښتل چې په لنډ مهال کمپونو کې دپوليو واکسين تطبيق ته په لومړيتوب کې ځاى ورکړى شي . دهېواد اجراييه رييس اړوندو وزارتونو ته لارښوونه وکړه چې دپوليو واکسين مسئله دې استثنا کړي او خپلو ولايتي دفترونو ته دې لارښوونه وکړي چې دعامې روغتيا وزارت له کارکوونکوسره همکار واوسي ډاکتر عبدالله عبدالله ټينګاروکړچې دپوليو واکسين تطبيق دوزيرانو په کچه تعقيب کړي او هغه ليک او داداري مراتبو لرۍ ته مه پرېږدي . ختم _ عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته