کابل باختر د کب د مياشتې ۱ نېټه
درې تنه وسله وال طالبان په سمنګانو ولايت کې دپوځيانو له خوا ونيول شول .
د سمنګانو د پوليسو وياند د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه وسله وال طالبان پرون د کوز دره صوف ولسوالۍ د بياتان او بازارک په کليوکې د وليد- ٣٧ په عملياتوکې د شاملو ځواکونو د هڅو له امله ونيول شول .
خبرځاى زياته کړه چې ددغوعملياتو په بهيرکې د دښمن يو کلاشينکوف، يوه پرتله او څلور موټرسايکلونه دپوځيانو لاس ته ورغلي دي .
دغه راز په دغې سيمې کې د طالبانواووه ښخ کړى شوي ماينونه هم د ماين پاکۍ د ټيمونو له خوا کشف او شنډ کړى شول.
ختم_ شکريه _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ