امنیت

په کونړ کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

اسعد اباد باختر د مرغومې ۱۰ مه
د کونړ ولایت په مرکز اسعد اباد کې د یوه ودانۍ د نړيدو له امله یوه  مور  او دوه ماشومان مړه شوي او درې تنه نور ماشومان ټپیان  شوي دي.
د کونړ د امنیې قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان د باختر اژانس له سیمه یېز  خبریال سره په  خبرو کې د تېرې شپې د پېښې لامل د ودانۍ زوړوالی په ګوته کړی دی.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته