فرهنګ

داطلاعاتو اوفرهنګ وزير دعبدالصمدمهمنددمړينې له امله خواشيني څرگنده کړه

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ١٧ :
په ژورې خواشيني سره خبرشوم چې دهيواد يو سابقه لرونکي فرهنګي عبدالصمد مهمند دهغې ناروغې له امله  چې ورپيښه شوې وه  د٥٤ کلني په عمر په مهاجرت کې په  حق رسيدلى دى .
دافغانستان داسلامي جمهوريت داطلاعاتو اوفرهنګ وزير  ډاکترسيدمخدوم رهين  په ژورې  خواشيني سره دهيواد دفرهنګي برخې ددغه خدمتګار دمړينې له امله  دارواښاد کورنۍ ، دوستانو او دهيواد فرهنګي ټولنې ته ډاډګيرنه وړاندې کوي .
ارواښاد عبدالصمدمهمند چې دهيواد يوفرهنګي  اودهيواد ديوتجربه لرونکي اوپه کار پوه کارکوونکي و  په فرهنګي برخو کې  له دې جملې څخه دهيواد په ملي راډيوتلويزيون کې يې صميمانه اوصادقانه خدمتونه ترسره کړل وروستۍ دنده يې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دافغان اعلاناتو دتصدي درييس په توګه وه .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او ټول فرهنګيان ددغه ګران فرهنګي ناڅاپي ميړنه يوه نه جبيره کيدونکي ضايعه بولي دارواښاد کورنۍ اودوستانو ته  ډاډګيرنه وړاندې کوي او اوراښاد ته دفردوس جنت هيله کوي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته