امنیت

دوسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان له دوو تنو افرادو سره يې په کندز کې ووژل شو.

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١١
د وسله والو طالبانو د ډلې يو سيمه ييز قوماندان له دوو تنو افرادو سره يې په
کندز ولايت کې دپوځيانو د بريد په بهير کې  ووژل شو.
په دغه قوماندان چې نوم يې  نه دى اخستل شوى نن سهار هغه وخت چې دکندز ولايت دچار درې ولسوالۍ په  ځينو سيمو کې په  ترورستي فعاليتونو بوخت و دپوليسو د سرتيرو له خوا بريد وشو او ووژل  شو .
دکندز ولايت د امنيې قوماندانۍ  ويندوى سيد سرور حسيني دباختر آژانس
له خبريال سره په اړيکه کې دغه پيښه تاييد کړه.
حسيني وويل چې د طالبانو دغه قوماندان دکندز ولايت په ځينو سيمو کې دترورستي بريدونو د ترسره کولو مسوليت په غاړه درلود.
ويل کيږي چې ددغې نښتې په پاى کې څو جنګي وسايل او يوه اندازه چاوديدونکي توکي هم دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته