ټولنه

دواوري داورښت له امله دغور ولايت له مرکز سره ددغه ولايت داتو ولسواليو مواصلاتي لارې وتړلې شوې .

کابل باختر د مرغومي دوه ويشتمه :
دواورې داورښت  له امله دکابل _ غور  او دغور ولايت له مرکز سره ددغه ولايت داتو ولسواليو مواصلاتي لارې وتړلې شوې .
دغور ولايت له پيښو سره دمبارزې رييس حميد الله  دادفر دباختراژانس خبريال ته وويل: دغور ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليو کې  له تيرماښام راپديخوا دواورې اورښت پيل شوې دي او تراوسه پورې دوام لري .
دادفر زياته کړه :دواورې  اورښت  د غور ولايت  له مرکز سره ددغه ولايت داتو ولسواليو  دلارو  دتړل کيدو سبب شوى دى.
  يوه اړونده  خبرځاى وويل:  هلې ځلې دوام لري چې دهوا  په مساعدوالي سره  دکابل غور  عمومي لاره  او  دغور ولايت له مرکز سره  ددغه ولايت داتو ولسواليو لارې  بيا پرانستلې شي .
  خبرځاى په دغه ولايت کې  واوره تر څلويښتو سانتې مترو پورې  بللې ده . 
دغور ولايت له پيښو سره دمبارزې  دادارې  رييس   انديښنه څرګنده کړه چې  دواورې   داورښت  ددوام  او دلارو په تړل کيدو سره  به دکورنيو ستونزې  لاپسې زياتې شي  او خلک به  ونه کړى شي خپل ناروغان روغتيايي مرکزونو ته وليږدوي
  له بلې خوا  هم دغور ولايت دکرنې اواوبو لګولو رياست سرپرست فريد فردوس  دواورې اورښت  دراتلوونکي کال لپاره  له هيلو ډک وباله اوويې ويل  چې په دغه ولايت کې دواورې په اورښت سره  به  دللمي او ابي غنمو حاصلات لوړ شي  او تر ځمکې لاندې اوبو  زيرمې به پراخه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته