ټولنه

په پروان کې دشعري ټولکې مخکتنه

کابل/باختر/ دچنګاښ ٤مه :
دپروان ديوه شاعر ډاکتر ميراعظم شاه امين  صوفيانه اثر ((شام انتظار)) شعري ټولګه پرون  په دغه ولايت کې پرانستل شوه.
ددغه اثر دپرانستلو په مراسمو کې ډاکتر ميراعظم شاه امين  ددغو مراسمو دجوړولو اودخپل اثر دچاپولو په لاره کې ددولتي بنسټونو له همکاريو مننه وکړه او ويې ويل چې د دغه اثر د چاپولو هدف په ټولنه کې دفرهنګ وده او پراختيا ده .
دپروان والي  فضل الدين عيار  د دغه اثر دپرانستلو مبارکې وويله او ديوې  پرمختللي ، سوله ييز او ګډ ژوند لپاره يې دشاعرانو ، ليکوالانو  اوفرهنګيانو رول اغېزمن وباله او ويې ويل ؛ دشاعرانو اوليکوالانو اثار په حقيقت کې  ښه پيغامونه لري چې بايد ورڅخه  زياته ګټه  واخېستل شي.
دپروان داطلاعاتو اوفرهنګ رييس عبدالواحد هاشمي ددغه اثر پرانستل  يو ښه برياليتوب وباله او هغه يې په هېواد کې دادب او فرهنګ په بډاينه کې اغېرمن وباله
دليکوالانو دټولنې په استازيتوب شاعر اوليکوال عبدالواحد عايل شبروز ، ډاکتر معصومې احمدي ، شکرالله شمس او يوشمېرنورو شاعرانو اوليکوالانو خپل شعرونه ولوستل اوددغه ادبي اثر دارزښت په باب يې خبرې  وکړې او هغه يې دفرهنګ او ادب په بډاينه کې اغېزمن وباله.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته