فرهنګ

د هېواد د يوه تاريخي شخصيت عکس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وسپارل شو

کابل باختر د لړم د مياشتې ٢٠ نيټه  :
د هېواد د تاريخي شخصيت غازي ببرک خان ځدران عکس نن د ده د کورنۍ د غړي او د اجرائيه رئيس د سلاکار انجنير رئيس ببرک زي له خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمدرسول باوري ته وسپارل شو.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې :
په دغو مراسموکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې غازي ببرک خان ځدران د هېواد له تاريخي شخصيتونو څخه و چې د انګريزانو پرخلاف  د افغانستان په جهاد، د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو په خاطر مبارزه کې او د غازي امان الله خان د سلطنت په دوره کې په افغانستان کې د سياسي نظام د جوړولو په لاره کې ارزښتناکې هلې ځلې کړې دي.
ده زياته کړه چې دغه عکس د ساتنې په مقصد ملي نګارستان ته سپارل کيږي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د هېواد له ټولو خلکو څخه وغوښتل که چيرې تاريخي سندونه او يا تاريخي عکسونه ورسره وي؛ هغه د ښې ساتنې په مقصد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وسپاري.
د غازي ببرک خان ځدران لمسى او د اجرائيه رياست سلاکار انجنير رئيس  خان ببرک زي د غازي ببرک خان ځدران د عکس د سپارلو په وخت کې دتاريخي آثارو او سندونو او د هېواد د ملي، مبارزو او د نومياليو شخصيتونو د عکسونو د ساتنې په خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پاملرنې له امله قدرداني وکړه.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته