امنیت

د طالبانو يو قوماندان په کونړکې ووژل شو

-کابل/باختر/ د وږي ٢٠مه
په کونړکې د طالبانو يو قوماندان د پوځيانو په هوايي بريد کې ووژل شو.
قاري سليمان تېره شپه په سرکاڼوولسوالۍ کې په خپل پټنځي کې ووژل شو.
د سېلاب قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په بريد کې د طالبانو قوماندان قاري سليمان ووژل شو او دوه ساتونکى يې ټپيان شول.
هغه وويل چې د طالبانو دغه قوماندان په ډار اچوونکو بريدونو بوخت و چې بريد پرې وشو.
د يو بل خبرله مخې:
په کونړکې د څو چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي مامورینو د ځايي خلکو په همکارۍ نن سهار ۱۱ ماينونه د کونړ په ګڼ مېشتو لارو کې کشف او شنډ کړل چې په اړوند يې څوک نه دي نيول شوي.
د طالبانو ډله په افغانستان کې تل په ماين ښخولو تورن دي چې په هېواد کې د ملکي وګړو د وژلو او ټپي کېدو سبب کېږي.
ختم- شکريه – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته