امنیت

اته پنځوس تنه وسله وال طالبان د افغانستان په جنوب کې ووژل شول

کابل باختر دوري اوولسمه :
د اته پنځوسوتنو وسله والو طالبانو په وژل کيدو سره د هيواد په جنوب ختيځ زون کې د ظفر پوځي عمليات پاى ته ورسيدل .
د ٢٠٣ تندرقول اردو قوماندان تورن جنرال محمد شريف يفتل  په يوه خبري غونډه کې چې په پکتيا کې يې له خبريالانو سره لرله؛ وويل چې دغه عمليات په ښه توګه  د انتخاباتودامنيت دتامينولولپاره دتيرکال دکب دمياشتې له څليرويشتمې نيټې څخه پيل شول او دانتخاباتوله ترسره کولو وروسته پاى ته ورسيدل .
تور ن جنرال  يفتل  په دې غونډه کې وويل چې دغه عمليات دلوګر، ميدان وردګو  غزني،  پکتيکا، پکتيا، خوست او د باميانو په ولايتونوکې ترسره شول چې په بهير کې يې اته پنځوس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان زياته کړه چې ددغوعملياتو په بهيرکې اته تنه طالبان ټپيان اوڅلور تنه نور ژوندي ونيول شول .
ده زياته کړه چې دغه راز ددغو عملياتو په بهيرکې د وسله والو طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل او مهمات چې د وسايطو ضد شپږ نوي  ماينونه، يو څلويښت ميله ډول ډول وسله، اته ايکم مخابرې، اتيا صندوقه ډول ډول ګولۍ، شپږ موټرسايکلونه ، دوه بورى اومه چرس اوڅلور بورى چاوديدونکي توکي پکې دي؛ هم دملي اردو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
ده دغه راز د خوست ولايت د ګربزو په ولسوالۍکې  په چاوديدونکو توکوبار د يو موټر دکشف يادونه هم وکړه او ويې ويل چې دغه موټر په دغه ولايت کې د انتخاباتو دبهير دګډوډولوپه خاطر چمتو شوى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته