اقتصاد

په ايکاو غونډه کې د ملکي هوايي چلند د نړيوال سازمان د پاليسۍ په باب خبرې وشوې

کابل باختر دتلي اوولسمه :
د افغانستان استازي د ملکي هوايي چلند د نړيوال سازمان  (ايکاو) په نهه ديرشمه غونډه کې ګډون وکړ .
د باختر آژانس د خبر له مخې:
د ملکي هوايي چلند نړيوال سازمان په دې غونډه کې په تخنيکي، اقتصادي او حقوقي او د تخنيکي همکاريو په برخوکې د (ايکاو) د پروګرامونو په ګډون د ملکي هوايي چلند د بېلابېلو موضوعګانوپه باب په هراړخيزه توګه او دغه راز د افغانستان د راتلوونکي کال لپاره د ملکي هوايي چلند د نړيوال سازمان د پاليسۍ په باب هم خبرې وشوې .
په دې غونډه کې له افغانستان څخه د هوايي چلند د خپلواکې  ادارې عملياتي مرستيال محمود شاه حبيبي، د هوايي ترانسپورت د قوانينو او تړونونو رييس خليل الله ابوي، د الوتنو د مصوونيت رييس انجنير محمد همايون ستانکزي او په (ايکاو) کې  د افغانستان استازي کپيتان عادل رسولي، ګډون کړى و .
په غونډه کې د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې عملياتي مرستيال د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې راتلوونکو پروګرامونو ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې د هوايي ډګرونو پراختيا او په زياتو امکاناتو او اسانتياوو سره د هغو سمبالول او دغه راز د ملکي هوايي چلند په برخه کې د ماهرو او مسلکي کادرونو روزنه او په را روانو کلونوکې د هوايي چلند د خپلواکې ادارې کاري لومړيتوبونه دي .
ده وويل چې افغانستان د ملکي هوايي چلند د سازمان د غړي  په توګه په هېواد کې د هوايي ترانسپورت د کيفيت او خدمتونو د ښه والي په برخه کې پروګرامونه ترسره  کړي دي او دغه راز د ملکي هوايي چلند په برخه کې د ټولو نافذو نړيوالو قوانينو او معيارونو په رعايتولو ژمن دى.
ده زياته کړه: دغه راز افغانستان د هوايي ترانسپورت د خدمتونو ښه والي ته د پاملرنې ترڅنګ د نړۍ له ځينو هېوادونو سره د هوايي ترانسپورت د قراردادونو او تفاهم ليکونو د لاسليکونو په اړوند هم يولړ فعاليتونه ترسره کړي دي .
دا په داسې حال کې ده چې په څو وروستيوکلونوکې په افغانستان کې د هوايي ترانسپورت د خدمتونو د کيفيت د کچې د لوړولو ترڅنګ په لسګونو تنه افغان ځوانان د ملکي هوايي چلند په برخه کې د زياتې زده کړې لپاره له هېوادڅخه بهر ته استول شوي دي.
د ملکي  هوايي چلند د نړيوال سازمان (ايکاو) غونډې په هرو دريوکلونوکې يوځل جوړيږي.
په دې غونډه کې د دغه سازمان د غړو دولتونو استازو او د نړيوالو سازمانونو ځينو استازو ته د ګډون بلنه ورکول کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته