امنیت

يو مړى د پوليسو لاس ته ورغى

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٦
د جوزجان ولايت پوليسو تېره شپه د يوه سړي مړى چې په مرموز ډول وژل شوى ؛ په شبرغان ښارکې ترلاسه کړ.
د جوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فقير محمد جوزجاني دباختر آژانس خبريال ته وويل: د دغه ولايت پوليسو تېره شپه د ګزمې په وخت کې د يوه سړي مړى چې په مرموز ډول وژل شوى؛ دشبرغان په ښارکې ترلاسه کړ.
جوزجاني څرګنده کړه: مړى عدلي طب ته ليږدول شوى دى.
ده وويل: دقضيې په اړوند تر اوسه پورې څوک نه دى نيول شوى؛ خو د پوليسو پلټنې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته