کابل باختر د کب څلورمه :
طالبانو د جوزجان ولايت د خانقاه ولسوالۍ په لاره کې د ملي اردو دوه تنه سرتيري له ځان سره بيولي دي .
د جوزجان ولايت د خانقا ولسوالۍ اجراييه مدير او سرپرست نقيب الله باخترآژانس ته وويل: د ملي اردو دوه تنه سرتيري چې د رخصتۍ لپاره له قندهار ولايت څخه د خانقاه ولسوالۍ د کفګير په ساحه کې خپل کورته تللي وو؛ پرون د لارې په اوږدو کې دطالبانو ديوه سرګروپ ملا نقيب د افرادو له خوا د ستنيدوپه وخت کې په بيش پکه کلي کې اسيران شول .
د خبرځاى دڅرګندونوله مخې: د کلي اوسيدونکو او سپين ږيري وايي چې طالبانو له دوى سره ژمنه کړې ده چې دغه دوه تنه سرتيري به آزاد کړي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ