قندهار باختر د وږي ۲۱ مه
د قندهار ولایت په نېش،خاکریز او د میوند په ولسواليو کې د وسله والو طالبانو د یوه سیمه ېیز قوماندان ملا عزت په ګډون ۵۸ تنه طالبان وژل شوي او ۶۸ تنه نور ټپيان شوي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو څخه باختر اژانس ته په لېږدول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې،دغه وسله وال طالبان د تېرو ۲۴ ساعتونو په بهير کې د افغان ځواکونو د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي ، د ترسره شويو عملیاتو پر مهال ۱۳ بېلابېل ماینونه هم کشف او شنډ شوي او یو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.پای/وصال