سیاست

فضل هادي مسلم يار د اروپا اتحاديې له نوي سفيرسره وکتل

کابل باختر دتلې دريمه
   د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم يار نن په کابل کې د اروپا      اتحاديې له نوي سفير ښاغلي ميادون پير سره د ملي شورا په مقر کې د پيژندګلوۍ کتنه وکړه.
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې د نړيوالو چارو د کمېسيون رئيس لطيف خان ژوندي، د پارلمان يو شمېر غړو او د مشرانو جرګې د دارالانشا لوي رئيس هم حضور درلود، د پارلمانونو تر منځ د اړيکو د ټينګښت او د پارلماني پلاوو د تګ راتګ، د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو، د افغانستان او اروپایې اتحاديې تر منځ د صادراتي فرصتونو او هم د افغانستان د راتلونکو ټولټاکنو په اړه خبری وشوې.
ښاغلي ميادون پير همدا راز له افغانستان سره د اروپايې اتحاديې د لا زياتو مرستو او پاملرنو ډاډ ورکړ او څرګنده يې کړه چې د اروپایې اتحاديې سفارت به په دايمي توګه په افغانستان کې فعال وي او د دي اتحاديې د ځانګړي استازي له لارې به سيمه ييز مسايل څيړل کیږي.
ده د افغانستان دټولټاکنودخپلواک کمیسیون په تخنيکي برخه کې د اروپا اتحاديې پر همکاريو اومرستود ټينګار تر څنګ،د مشرانو جرګې له رئيس څخه وغوښتل چې اروپایې اتحاديې ته ستاسود سفر په مهال به د ځينو مهمو پارلماني مسايلو په اړه دیو اوبل نظريې واوریدل شي.
د مشرانو جرګې رئيس له افغانستان سره د اروپا اتحاديې د ګټورو مرستو له امله مننه وکړه، ويې ويل چې د هیواد په بېلا بېلوسکتورونواو په ځانګړې توګه د کانونو د راايستلو په برخه کې د پانګونې زمينې برابري دي او هيله لرو چې د اروپا اتحاديې پانګه وال له دي فرصته ګټه واخلي.
د مشرانو جرګې رئيس همدا راز د سولې او ثبات او ديموکراسۍ بهير د لاپياوړتيا په برخه کې د افغانستان او اروپا اتحاديې تر منځ د پارلماني پلاويو تګ راتګ ګټوروباله او ويې ويل چې مشرانو جرګه تل د په وخت ټاکنو پر ترسره کيدو ټينګار کړي دي او تل د رڼو او عادلانه ټاکنو د ترسره کولو غوښتونکې ده او ټاکل شوې د جرګې راتلونکې عمومي غونډه کې د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون له مسوولانوسره خبرې اترې ولرو او زموږ په راتلونکو ټاکنو کې د اروپا اتحاديې تخنيکي مرستې ګټورې دي.
په پاى کې د مشرانو جرګې رئيس وړانديز وکړ چې يو شمېر اروپايي هېوادونه په افغانستان کې سفارتونه نه لري او زموږ هېوادوال د رسمي سفرونو په وخت د ويزې د ترلاسه کولو په موخه له ستونزو سره مخ وي که چيرې پدي برخه کړنې ترسره شي ګټور به وي، د اروپا اتحاديې سفير ډاډ ورکړ چې دغه مسله به د اروپا اتحاديې په ناسته کې مطرح کړي.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته