کابل باختر دزمري شپږ ويشتمه :
ديارلس تنه وسله وال طالبان دبدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونوسره په دوه اويا ساعته نښته کې ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول .
دبدخشان ولايت دجرم ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ سرپرست سمونيار عبدالحى د دغه خبر دتاييدولو په ترڅ کې باخترآژانس ته وويل: په هغې نښته کې چې تيره شپه د جرم ولسوالۍ د مغلانو د پله په پوستې باندې د امنيتي ځواکونو او د وسله والو طالبانو ترمنځ وشوه؛ دوه تنه سيمه ئيزپوليس شهيدان او څلورتنه نور پوليسان ټپيان شول .
په همدې حال کې د بدخشان دعملياتي مرکز قوماندان محمد اسحق تمکين باخترآژانس ته وويل: دملي اردو او پوليسو هوسا ځواکونه د جرم ولسوالۍ ته استول شوي دي او اوس په دغې ولسوالۍ کې امنيت تامين دى او وسله وال طالبان غرونو ته تښتيدلي دي .
0 1 دقیقه لوستل