ل باختر دوري اتلسمه :
نهه تنه په انتخاباتوکې د تقلب په اړوند په ميدان وردګوکې دامنيتي مامورينو له خوا ونيول شول.
پخوا په دغه ولايت کې په انتخاباتوکې د تقلب په تور د پوليسو د يو افسر او د انتخاباتو د دووتنو کارکونکو د نيولو خبرورکړ شوى و.
د ميدان وردګو د والي ويندوى عطاالله خوږياني باختر آژانس خبريال ته وويل چې نهه تنه په انتخاباتوکې دتقلب په اړوند دامنيتي مامورينو له خوا په دغه ولايت کې نيول شوي دي .
ده د نيولو شويو کسانو هويت په ډاګه نه کړ. خو ويې ويل چې امنيتي مامورينو د انتخاباتو دخپلواک کميسيون او په انتخاباتوکې دڅارونکو په همکارۍ په دې باب څيړنې پيل کړې دي .
د افغانستان دجمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو په بهيرکې په لسګونو تنه د تقلب د امنيتي مامورينو له خوا نيول شوي دي.
مشخص نوماند ته د رايې ورکولو لپاره دخلکو له هڅولوڅخه نيولى د تقلبي کارټونو ترکارولو پورې هغه تورونه دي چې په نيول شويوکسانو لګول شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل