فرهنګ

دهرات يو اوسيدونکي په لسګونه قلمه لرغوني آثار ملي موزيم ته وسپارل

 

کابل باختر د وري  څليرويشتمه

 دهرات ښار  يو تن اوسيدونکي پرون اته شپيته قلمه  لرغوني او ارزښتناک آثار ددغه ولايت  د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست ته وسپارل .

  په دغو لرغونو آثارو کې فلزي او ډبرين  جنګي لوازم ، تورى ، خټين اومسي لوښي شته چې لرغونتيا يې يو زرو پنځه سوه کلونو ته  رسيږي .

  دهرات ولايت  داطلاعاتو او فرهنګ رييس احمد احسان  سروريار  باختر اژانس ته وويل  چې ددغو آثارو پوره ارزښت څه دپاسه يو مليون ډالرو ته رسيږي .

 دغه  لرغوني آثار يوه هراتي  پانګه وال حاجي عبدالحق صابري  دساتنې لپاره په هرات  کې  ملي موزيم ته ورکړي دي .

 دهرات ولايت  داطلاعاتو اوفرهنګ رييس وايي  دوى هلې ځلې کوي  دافغانستان هغه لرغوني اثار چې دجګړو په بهير کې لوټ کړي شوي دي  بيرته  ترلاسه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته